کابل کې د امنیتي ځواکونو ترور کوونکې ډله نیول شوې

کابل کې د امنیتي ځواکونو ترور کوونکې ډله نیول شوې


  • 1 کال دمخه (11/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

سمسور نیوز (۲۲وری۱۴۰۲) د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل ښار کې یې هغه پنځه کسیزه ډله نیولې، چې د امنیتي ځواکونو د ترور هڅه یې کوله.

یاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار د څلورمې او ۱۱مې حوزو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمنو اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې په سویډن کې د شفیع الله په نوم یو مېشت افغان ورسره ژمنه کړې وه، چې د امنیتي ځواکونو د وژلو په بدل کې به د دوی کورنۍ له افغانستان څخه وباسي. 

کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې یاد کسان پر کومې ډلې پورې تړلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې د دغو کسانو مالي تمویل د شفیع الله له لوري ترسره کېده.