د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ په وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کمپاین نن پیل شوی، د روانې ډسمبر میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي او ۴،۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به واکسین پکښې ورکول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمپاین په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، هرات، کندز، ارزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې پیل شوی دی.