امریکا: ترکیه د افغانستان د امنیت په ټنګښت کې کارنده رول لوبولای‌شي

امریکا: ترکیه د افغانستان د امنیت په ټنګښت کې کارنده رول لوبولای‌شي


  • 3 کاله دمخه (08/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1286

وروسته تر هغه چې امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، اوس ترکیه چمتو شوې څو د افغانستان د امنیت ټنګښت او په تېره د کابل هوایي ډګر مسؤولیت پر خپله غاړه واخلي.

تازه امریکا او ترکیې په دې اړه یو وار بیا خبرې اترې کړې او دا خبرې یې خورا مثبتې او ګټورې هم بللې دي. 

ترکیې ویلي چې د دفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال سره د کابل هوایي ډګر د امنیت پر تامین خبرې کړې دي او دا خبرې رغنده او اغېزناکې وې. 

ترکي لوري ویلي، چې لا هم په دې اړه یې خبرې پای ته نه دي رسېدلي،  بلکې ادامه لري تر هغه چې د کابل هوایي ډګر امنیت ترکي ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مهال بیا د امریکا دفاع وزارت هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا خبرې مهمې او اغېزناکې بللي او ویلي یې دي، چې ترکیه به د یوه ښه متحد په توګه د سرتېرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د امنیت په تامین کې رغنده رول ولوبوي.

بل‌لورته بیا د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام وایي، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

یادې قومندانۍ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې تر دې د سي ‌۱۷ الوتکې څه باندې ۹۸۴ جوپې له افغانستانه وتلي دي او په دې موده کې یې د امریکايي عسکرو اوه پوځي په رسمي ډول د ملي دفاع وزارت ته هم سپارلي دي. 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې له افغانستان څخه ټول امریکايي او بهرني عسکر د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستان ووځي.