په لومړی ځل قزاقستان ته کندهاري انار صادر شوي

په لومړی ځل قزاقستان ته کندهاري انار صادر شوي


  • 1 مياشت دمخه (28/10/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 64

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د قزاقستان د یوه سوداګر لخوا د یاد هیواد الماتا ښار ته کندهاري انار صادر شوي دي.

 

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کي لېکلي، دا ۲۳ مټریک ټنه انار د تورغونډۍ بندر له لارې یاد هېواد ته صادر شوي دي. 

 

په خبرپاڼه کي راغلي، چې قزاقستان ته د انارو صادرولو تړون نوموړي هېواد ته د افغان پلاوي د سفر کولو په مهال د یاد هېواد له خصوصي سکټور سره شوی دی. 

 

دا خبر داسې مهال رسنیز شوی، چې تردې وړاندي د کندهار د کرني او اوبو لګولو ریاست هم ویلي ؤ، چې له کندهار څخه پاکستان، هندوستان، قرغزستان، متحده عربي امارات، انګلستان او لبنان هېوادونو ته شپږ زره او ۱۵ مټریک ټنه انار صادر شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.