ښه شعر! له هر )) ايزم (( نه چې وي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسحاق ننګيال
  • 1166

 . . . او موږ يوازې د ريالېزم په خېټه کې څه ليدلي دي، چې نوم يې تش پر ژبه راوړو خوله مو پرې څرېږي؟ آيا شعر، مينه، ژوند او هنرر د همدغه ((ريالېزم (( په کولمو کې نغښى رانغښتى دى، چې هره خبره يې د آسماني کتاب حيثيت راته لري او انکار ترې د کفر خواته ځي؟ 

په دې باور لرو چې هغه شعر او هغه هنر چې د انسان لپاره د انساني ټولنې لپاره او د ژوند لپاره نه وي وقف شوى، هغه شعر، شعر نه دى او هغه هنر، هنر نه دى خو مگر ژوند همدا څښل، خوړل او پاڅېدل دي؟ او کله چې له انسان او له انساني ټولنې نه خبرې کوو، آيا موخه مو يوازې او يوازې د ټولنيزو تضادونو او د هغو پر اړندو مسايلو د اندونو او ذهنونو راسپړل دي؟ راشو ژوند، انسان او انساني ټولنې د هغو پر پراخ مفهوم سره وڅېړو او ژوند ته د ژوند په  سترگه قايل شو . 
موږ عادت کړى، همدا شعر ته، کيسې ته  _ او د ادب او هنر د نورو ډولونو د راهستولو لپاره قلم را اخلو حتماً بايد وږي او ماړه نسونه، بې عدالتي او ټولنيزې نادودې زموږ د ادبي او هنري هستونو مرکز وټاکي . حتماً بايد په خپلو هستونو کې د خپل وطن هسک او آسمانڅک غرونه او بهاند سيندونه سره گز او را گز کړو او د خپلو بهادريو په لاپو شاپو سر شو. 
او که چېرې هم په تغزلي او لېرېکو شعرونو لاس پورې کوو، نو که چېرې د هغه شعر حتى تخيل او ايماژ هم د علم، پوهې او منطق له عامو اصوصول سره ډډه ونه شي لگولىو هغه دې بيا پر (( کفر ))  متهم يو او د پېړيو د راپاتې شويو ادبي سنتونو پر ماتولو هم. 
هوکې!  هنر د ژوند لپاره،  او زما په اند هنر د هنر لپاره کېداى شي وجود ونه لري . هر څه چې د شعر په نوم او د هنر په نامه ايجاد شي او منځ ته راغلي دي د انسانانو له خوا منځ ته راغلي او همدغه شعر او همدغه هنر د همدغه انسانانو د اند، ذهن، تجربو او حواسو محصول دى  ، اوبې له شکه د انسانانو له کړو وړو، تجربو او حواسو سره په يوه ډول نه په يوه ډول عيني او ذهني اړيکي لري .که نه نو دا شعر او دا هنر څنگه او له کومه ځايه منځ ته راغى؟ او ولې منځ ته راغى؟ ومو ويل تر اوسه هر شعر او هره هنري پديده چې د هر کوم ادبي مکتب بر بنسټ منځ ته راغلې د انسان او يا خود شاعر او هنرمند د تجربو ، ذهني او حواسو محصول دي  . شاعر او هنر مند خو پېغمبر نه دى، چې ناليدلي او نا اورېدلې خبرې له پورته پرې نازلې شي، نو د دې لپاره چې د هغه ادبي او هنري هستونه د هغه د فکر او اند زېږنده ده ، د هغه له خپل ژوند او په مجموع کې د انسان له ژوند سره نېغې اړيکې لري، خو موږ د شعر او هنر له دغو پديدو سره بې رحمانه وچ او له ځېل   نه ډ ک چلند کوو، يا خو له شعر نه سياست غواړو، له شعر نه تاريخ غواړو او يا خو له شعر نه دليل  ، منطق ، برهان او حتى علمي ثبوت غواړو .  او  د هرې ادبي او هنري هستونې پر څټ چې د (( ريالېزم))   ټاپه وه راته )) همه دې انتخاب (( او که خبره له دې نه  هاخوا لږ څه پر ذهنيت، احساساتو، ژور تخيل او ژورو سمبولونو او ابهامونو ولاړه و ه ، بيا نو دغه دى له واقعي ژوند او عينيت څخه لرې شوي يو( ! )  او  د ))  ابهامونو )) (( بې منطقې ))او  (( لېونتوب ((  په اتهام غږونه په ستوني کې راته وچوي. آيا موږ شاعران مجبور يو، نړۍ داسې وگورو لکه د نړۍ په مخ ټول عادي انسانان يې چې ويني؟ 
_آيا موږ شاعران او هنرمندان د دې مکلفيت لرو، چې هر لوستى او نالوستى دې زموږ پر شعر اوهنر داسې پوه شي لکه پر ځان چې پوهېږي؟ 
_او آيا شعر او هنر رياضيات دي چې ووايو: دوه جمع دوه مساوي کېږي څلور سره؟ د سمبولېزم د ادبي مکتب لارښود )) بودلر   (( وايي :  )) دا نړۍ له علايمو او اشاراتو څخه ډک ځنگل دى حقيقت د عادي خلکو له سترگو څخه پټ دى او فقط شاعر د هغه ادراکي ځواک له مخې چې لرې يې کولى شي د دغو علايمو د تفسير او تعبير په وسيلې سره هغه احساس کړي )) .
د بودلر د نامه په يادولو سره خبره پر سمبولېزم راغله، سمبولېزم چې د يو شمېر ))  ادب پوهانو (( په اند له حقيقي ژوند څخه لرې گونگ او نامفهوم دى  (!) . 
همدغاه شېبه  چې دا څو ټکي کاږم او د ))  مکتب هاى ادبي((  له کتاب څخه مې د بودلر پورته خبره پور کړه، ومې لوستل چې ليکوال د سمبولېزم د ادبي مکتب لارښوونکى په دې نامه چې په شعرونو کې يې بشري روح نشته او دې شعر له ژوند څخه لرې کړى دى محکوموي او حتى د انارشېزم په تور يې نيسي، مگر د حيرانتيا وړ خبره دا ده، چې په همدغه کتاب کې ښاغلي ليکوال د همدغو سمبولېستانو شعرونه راوړي ، چې بشري روح لري ، مينه لري او انساني لوړ اېډيالونه هم څپې پکې وهي: 
 _ خوښۍ هيلې غښتلې کوي، اى هيلې ته هغه زړه ونه يې چې لذت دې پيره ده، هر څومره چې دې پوټکى کلکيږې ښاخونه دې لا د لمر خواته لاره کوي، اى له سر وې ځينې زياتې پايېدونکې ونې! آيا ته تل همداسې په لويېدو يې؟ 
_ اى عجيبو لارويانو! ! ستاسو  په سترگو کې چې د سيند په څېر ژورې دي زړه راکښکونکې کيسې لولو د خپلو خاطراتو پانگه چې په هغو کې د ستورو او فلک گوهرونه شته موږ ته را پرانيزي!    غواړو بې له هراسه  او بې له باد بانه سفر وکړو. زموږ له اروا وونه چې د بادبان په څېر غوړېدلي دي خپلې خاطرې  پورې باسي، تر څو غمونه راته په خوښيو بدل کړي؟ 
ووايي څه مو ليدلي دي؟ 
او فرض کړو چې د دې ډول شاعرانو په شعرونو کې بدبيني او ظلمت تيارې، سکوت او رويا هم څپې وهي   ، مگر ژوند ټول له نېکمرغيو ډک دى؟  آ يا زمونږ نړۍ چې دا دى ژوند په کې کوو د ظلمت نړۍ نه ده؟ او آيا ژوند په خپله رويانه ده، چې سيورى يې راباندې اچولى دى؟ او زموږ ژوند او زمونږ نړۍ له ابهامه ډک ژوند او له ابهامه ډکه نړۍ نه ده؟ او رښتيا د سوريالېزم د ادبي مکتب اصول د شرق له عرفان سره گاونډيتوب او حتى خپلوي سره نه لري؟ لري يې خو موږ خپل شرقي عرفان ته د تسليم گونډې وهو مگر په خپله سوريالېزم گونگ دى، نا مفهومه دى او زموږ له حقيقي ژوند څخه لرې دى(! ).  
زموږ د دې چمونو له فلسفي اړخونو سره کار نشته، څو موږ د شعر په لټه کې يو ،  د هنر په لټه کې يو او د شعريت او هنريت په لټه کې يو، هغه شعر چې چېرې چې ويو په ريالېزم کې او که په سمبولېزم کې،  په سوريالېزم کې او که په روماتېزم کې. 
سمبولېزم چې د ځينو په گروهه يوازې ))  کليمې))   ته د ارزښت ورکولو شعر دى او سوريالېزم چې د هغوى په فکر د انځورونو د انحراف شعر دى او اگزيستا نسيالېزم چې د نا اوميدۍ او ناهيليو شعر دى، په هره يوه کې څه شته او ډېر پکې څه شته چې څه  ترې زده شي او زموږ ننيو ادبياتو کې مروج هم شي. 
هو کې! موږ د شعر  تږي يو او موږ شعرته سترگې په لار يو، او زموږ اوسنى پښتو شعر چې دا دى له کلونو کلونو سکون او له سينې ښويېدنې وروسته لږ و ډېر پر ملا سيخ شو دى، نو يو تجربو ته اړ دي او نويو ازماېښتونو ته، موږ شعريت او هنريت ته اړيو. هغه شعر او هنر چې که له هر کوم ادبي ښوونځي څخه اوبه څښي چې شعر وي او هنر وي موږ ورته اړ يو، ښه يې ترې را اخلو، تجربه کوو يې او عامو ويې او څه چې د منلو او زغموړ نه دي او منحط دي پر اوبو يې لاهو کوو ،مگر د شعريت لمنه هېڅکله هم نه خوشې کوو. 
سيند په منگي کې له کتاب نه