د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی


  • 3 ساعته دمخه (22/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 2

د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیدونو د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د چنګاښ له لومړۍ ڼېټې څخه تر درېیمې پورې په کابل او پنج‌آمو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو وړاندوینه شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت له خلکو غوښتي چې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د معلوماتو له مخې، نن د خوست، نورستان او ننګرهار په ګډون شپږو ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو وړاندوینه شوې ده.