جي‌شنکر: نړیوالې ټولنې افغانستان ته پاملرنه کمه کړې

جي‌شنکر: نړیوالې ټولنې افغانستان ته پاملرنه کمه کړې


  • 2 کاله دمخه (09/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 845

سمسور نیوز (۱۸لړم۱۴۰۱) د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته پاملرنه کمه کړې. 

نوموړي د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتي، چې یو بل سره په همکارۍ دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

هغه دغه راز ویلي، له افغانانو سره د ملاتړ د دوام په هدف يې له خپل روسي سیال سره دا بحث کړی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې سرپرست افغان حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي.