افغان ولس او حکومت ته پرانیستی لیک:

افغان ولس او حکومت ته پرانیستی لیک:


  • 1 کال دمخه (24/12/2022)
  • حمدالله همدرد
  • 795

بسم الله الرحمن الرحیم 

 

افغان ولس او د افغانستان اوسنۍ سرپرستې ادارې ټولو چارواکو او مسؤلینو ته پرانیستی لیک! 

 

باید ووایم چې په افغانستان کې روانه سیاسي لوبه تر هغه ډېره لویه ده چې مونږ یې فکر کوو. بدبختانه ددې سیاسي لوبې یوه کوچنۍ برخه داده چې د ښوونځیو او مدرسو تر منځ واټن رامنځته کړل شي او ځوان نسل په دوه برخو یعنې د مدرسې زده کوونکو او ښوونځي زده کوونکو ووېشل شي. په ډېر تأسف سره باید ووایم چې د سرپرستې ادارې اوسني حاکمان په عمدي او غیر عمدي ډول د پردیو استخباراتو دا پروژه په ډېره ښه توګه تطبیقوي البته بغیر له دې چې ددې سترې تېروتنې څو کاله وروسته ډېر بد او نه جبرانېدونکي عواقب وسنجوي.

ځینو دوستانو او اکاډمیک شخصیتونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو په صورت کې د زده کوونکو لپاره د آنلاین ښوونځیو او پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو په لار اچول د حل لارو په ډول وړاندیز کړې دي څو په هېواد کې روان اوسني بحران ته یوه د حل لار پیدا کړي. زما په نظر دا وړاندیز ډېر زیات خیالي او آرماني دی او د لاندې څو دلایلو پر بنسټ د تطبیق وړ ندی.

 

۱. دا د ټول افغانستان د زده کوونکو موضوع ده، نه د لسو، سلو یا زر تنو زده کوونکو او محصلینو چې په آنلاین ډول ورته څو مشخص ټولګي جوړ او مشخص مضامین پکې تدریس شي.

۲. آنلاین زده کړې په افغانستان کې ناکامه تجربه وه او تر نن ورځې یې مثبت نتیجه نده ورکړې.

۳. د هېواد په ټولو ولایتونو کې محصلین او زده کوونکي سمارټ ټیلفونونو، کمپیوټر او برېښنا ته لاسرسی نلري، مونږ حتا په کابل ښار کې په اونۍ کې یواځې څو ساعته برېښنا لرو.

۴. ددې پروژې د پیلېدو او عملي کېدو لپاره ډېر وخت، بشري، مالي او تخنیکي سرچینو، پیاوړې همغږي او د ښوونکو او کارمندانو دوامداره ټرینینګونو ته اړتیا ده.

۵. ددې کار لپاره نړیوال مالي سپانسران یا تمویلونکي سازمانونه او هېوادونه پیدا کول هم ستونزمن کار دی، ځکه چې نړۍ له افغانستان څخه مخ اړولی دی. 

 

بلآخره پورته ټول عوامل ددې باعث ګرځي چې مونږ اصلاً باید په دې ناشوني او غیر مؤثرې حل لارې وخت ضایع نکړو او د یو ولس په حیث د خپلو حقونو لپاره په متحدانه ډول سره خپل غږ پورته کړو. 

 

تعلیم، تحصیل، کار، تجارت، ورزش، تفریح او آزاد ژوند کول زمونږ حق دی، اوسني حاکمان که خوشحاله وي او که خفه وي، که چېرې دوی غواړي چې د دولت مسؤلیت په غاړه ولري نو مونږ افغان ولس، نارینه او ښځینه، ته به دا حق را کوي. دوی د هیڅ افغان ځوان او جینۍ پر مخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازې بندولو حق نلري او نه مونږ د افغان ولس په حیث دا حق دوی ته ورکوو چې زمونږ حقونه تر پښو لاندې کړي او د ټوپک په زور مو خاموشه کړي، پوهه، منطق او استدلال د ټوپک له شپېلۍ څخه ډېر غوره دي.

 

پر اوسنیو حاکمانو د یو افغان په حیث غږ کوم چې خپل حال او راتلونکی مه خرابوئ، خپل حرکت مه بدناموئ، په خپلو ناسنجیده او نامعقولو کړنو او برنامو له ولس سره خپل واټن مه زیاتوئ او دغه جنګ ځپلی هېواد یو ځل بیا د نړیوالو د جنګ په مرکز مه بدلوئ او نړیوال اشغال ته زمینه مه برابروئ، خپل وطن یو ځل بیا پر ځان مه حراموئ او یو ځل بیا د کلونو لپاره په خپل وطن کې د ژوند کولو فرصت له لاسه مه ورکوئ. مه پرېږدئ چې افغانان تر دې زیات دربدره شي، په پردیو هېوادونو کې بې عزته شي، په قاچاقي لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، مېندې بې زامنو شي او خوېندې بې وروڼو شي، خوېندې او لوڼې مو د سرکونو پر سر ګدایي وکړي. مه پرېږدئ چې زمونږ خوېندې او لوڼې له خپلو مشروع حقونو څخه بې برخې شي، تعلیم، تحصیل، کار، تجارت، ورزش، تفریح او ژوند کول یې مسلم حقونه دي چې باید د دولت لخوا ورته ورکړل شي او د پورته ټولو ذکر شویو مواردو لپاره زمینه ورته برابره شي. 

 

په یاد ولرئ چې دا افغانستان دی، د انقلابونو وطن، دلته د “میم زر ما، ټوله زما” فورمول بار بار ناکام شوی دی او تل یې یواځې د وطن دښمنانو ته ګټه رسېدلې ده. 

 

اوس نو پرېکړه ستاسې په لاس کې ده چې ولس خپلوئ، ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کوئ او که خپلو غیر معقولو او ناسنجیده برنامو او پروګرامونو ته دوام ورکوئ او په ملي او نړیواله کچه خپل حرکت د بدنامۍ، انزوا او ناکامي پر لور بیایئ. 

 

درنښت