د امریکا نوی منتخب ولسمشر ۲۷ کلنه کارولین لېوېټ د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه معرفي کړه.
هغه تردې وړاندې د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ویانده وه او د ټرمپ په وینا لېوېټ یوه زېرکه او پر ځان باور لرونکې مېرمن لري.
لېوېټ به د سپینې ماڼۍ تر ټولو ځوانه ویانده واوسي.
هغه د ټرمپ په لومړي ځل واکمنۍ کې د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیاله وه.