امریکا اوکراين ته د ایف-۱۶ جنګي الوتکو له ورکړې ډډه کړې

امریکا اوکراين ته د ایف-۱۶ جنګي الوتکو له ورکړې ډډه کړې


  • 1 کال دمخه (31/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 637

سمسور نیوز (۱۱سلواغه۱۴۰۱) په داسې حال کې، چې اوس مهال د اوکراین او روسیې جګړه سخته شوې او کییف تر بل هر وخت د ناټو مرستو ته اړتیا لري؛ خو امریکا وايي، نه غواړي اوکراین ته ایف - ۱۶ جنګي جیټ الوتکې ورکړي. 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې خبريالې د پوښتنې په ځواب کې ویلي، هېواد یې اوکراین ته د دغو الوتکو د ورکړې پلوی نه دی.

بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې د جرمني مشر هم اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکړې خبره رد کړې وه.

تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر ویلي و، چې له روسیې سره په جګړه کې د خپل هوايي حریم د پیاوړي کېدو لپاره جیټ الوتکو ته اړتیا لري.