روسیې ته د سرپرست حکومت ځواب؛ زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ

روسیې ته د سرپرست حکومت ځواب؛ زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ


  • 11 مياشتي دمخه (20/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 463

سرپرست حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی حکومت ټول‌ګډونه او ټولو لوریو ته ځواب ویونکی دی.  

هغه په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې نور هېوادونه دې زمونږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پر ځای له مونږ سره همکاري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف غوښتي وو، چې د افغانستان په اوسني حکومت کې دې سیاسي جریانونه هم شامل شي.

هغه تېره ورځ د روسیې د بهرني سیاست په کلنۍ غونډه کې زیاته کړې، چې دوی سرپرست حکومت د دې کار توصیه کوي.

د امریکا په ګډون د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم په افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کوي؛ خو سرپرست حکومت دا د افغانستان کورنۍ مسئله ګڼي.