پزشکيان:  ټرمپ هم سوله غواړي هم تهديدونه‌ کوي

پزشکيان: ټرمپ هم سوله غواړي هم تهديدونه‌ کوي


  • 2 اونۍ دمخه (17/05/2025)
  • 131

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان نن تهران کې يوې غونډې ته ويلي دي چې د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ که له يوې خوا د سولې خبرې کوي، خو له بلې خوا بیا تهديدونه هم کوي.

نوموړي ويلي، ټرمپ چې د ايران په تړاو کومې څرګندونې کوي، پرته له دې پرې د ايران خلک هیڅ باور نکوي.

پزشکيان دغه راز ويلي، له امريکا سره خبرو ته ادامه ورکوي، خو نه ګواښونو يې ډار لري او نه د‌ جنګ غوښتونکي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور پړاوه خبرې پای ته رسېدلې دي.