ماریا: مونږ له افغانانو سره په هر ډول حالاتو کې مرسته کوو

ماریا: مونږ له افغانانو سره په هر ډول حالاتو کې مرسته کوو


  • 3 کاله دمخه (26/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1006

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د دې وزارت ویاندې، ماریا زخارووا پرون په مسکو کې یوه کنفرانس ته وویل چې روسیې د نوومبر پر ۱۸مه نېټه هم افغانستان ته په ځانګړو الوتنو کې ۳۶ ټُنه بشري مرستې رسولې وې.

د روسیې دفاع وزارت تېره اوونۍ ویلي و، دوی په درېیو پوځي الوتکو کې کابل ته د بشري مرستو رسونې ترڅنګ له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان وایستل چې په هغوی کې د روسیې، قرغزستان، بېلاروس او اوکراین وګړي شامل وو. روسیې ویلي و چې د اګسټ میاشتې له وروستیو یې له افغانستانه ټول‌ټال ۴۰۰ کسان په خوندي ډول ایستلي دي.