د افغان او طالب پلاوو ترمنځ نن په مهمو مسائلو بحث کیږي.

د افغان او طالب پلاوو ترمنځ نن په مهمو مسائلو بحث کیږي.


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1327

 

 

دوحه کې به نن ورځ د افغان او طالب پلاوو ترمنځ په ناسته کې یو لړ مهم مسائل اجنډا کې ځای پرځای شي. ویل کیږي د افغان پلاوي له اړخه به اوربند او د طالب پلاوي له لوري به د  اوو زره طالب بندیانو خوشې کیدل د اجنډا اساسي موضوعات وي.  بل خوا بیا داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې د سیاسي مشارکت او د کلیو د ملکي کیدو مسائل هم د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.که څه هم دا لا نه ده معلومه چې طالب لوری به اوربند وکړي او که نه، خو افغان حکومت لا پخوا ویلي وه، چې دطالب بندیانو خوشې کیدل له وخت مخکې خبره ده؛ ځکه ددوی په باور د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کېدو سره تاوتریخوالی نور هم زیات شوی.