سمسور نیوز (۵سلواغه۱۴۰۱) وروسته له هغې، چې په هالنډ کې د یوې افراطي ډلې مشر «اډون واګینسفیلډ» د قرانکریم نسخې وڅېرلې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا کار په کلکو ټکو وغنده.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې په غبرګون کې د نړۍ له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي، چې له اسلام څخه د دفاع لپاره یو دریځ غوره کړي، ترڅو له خپل دین څخه په ښه توګه دفاع وکړي.
په خپره شوې اعلامیه کې د یاد هېواد له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې دغه سیاستوال مجازات او د سیاسي فعالیت جواز ترې واخلي.
په همدې حال کې د دې پېښې په غبرګون کې ترکیې د هالنډ سفیر احضار کړی او دا کار یې په کلکو ټکو غندلی دی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په سویډن کې هم یو سیاستوال د قرانکریم نسخې سوځولې وې، چې ګڼ غبرګونونه یې را وپارول.