د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په کنډک موټر بم بريد

د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په کنډک موټر بم بريد


  • 4 کاله دمخه (03/11/2020)
  • عمران دانش
  • 1165

نن سهار شاوخوا اوه بجې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځوکونو پر کنډک د موټر بم چاودنه شوې.

د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي انتحار کوونکی چې له چاودیدونکو موادو ډک موټر کې سپور و هدف ته له رسیدو وړاندې پیژندل شوی او هدف ته له رسیدو وړاندې یې موټر بم چولی دی.

اعلامیه زیاتوي چې له چاودنې وروسته حمله کوونکو پر سرحدي ځواکونو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو شمېر حمله کوونکي وژل شوي او نور تښتېدلي دي.

د کندز د والي وياند، عصمت مرادي وایي د نن ورځې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم او وسله وال برید کې دوه تنه سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د مرادي په وينا، طالبانو غوښتل چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو شپږ تنه برید کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

دامام صاحب کې د روغتون یو ډاکتر وایي، برید کې ۲۵ پوځیان ټپیان شوي او څلور وژل شوي دي. د ډاکتر په خبره برید کې ۱۵ ملکیان چې یوه میرمن، ۵ ماشومان او نور نارینه دي، ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.