صالح: ملګري ملتونه دې، د پاکستان او طالبانو پر ګډ بشري جنایت سترګې نه پټوي

صالح: ملګري ملتونه دې، د پاکستان او طالبانو پر ګډ بشري جنایت سترګې نه پټوي


  • 3 کاله دمخه (25/04/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1043

سمسور(یک شنبه د غوایي 5)د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو په لاس د امونیم نایتریت او نورو چاودېدونکو توکو په پایله کې پر بشري ضد جنایتونو سترګې نه پټوي. 

 

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې طالبانو د پاکستان لخوا د ورکړل شوي امونیم نایتریت او نورو چاودیدونکو توکو څخه په کټه اخیستنې سره په پراخه کچه د سړک غاړې او نورو ماینونو کارولو ته د نظامي او ملکي هدف تر منځ له توپیر پرته مخه کړې ده. 

 

صالح زیاته کړې، چې طالبان هغه امونیم نایتریت کاروي چې یوازې په نظامي کچه استعمالېږي. صالح ټینګار کړی دی، چې ددې وژونکو وسلو په پايله کې رامنځ ته کېدونکي ملکي تلفات بشر ضد جنایت دی. نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په دې اړه دې خپل غږ اوچت کړي.

 

باید یاده شي، چې صالح په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې یو شمېر افغان چارواکو ویلي وو، چې طالبانو جګړې زیاتې کړي او د سولې روانو خبرو ته ژمن نه دي.