امیرخان متقي: د سیمې هېوادونو په افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه وبله

امیرخان متقي: د سیمې هېوادونو په افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه وبله


  • 11 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 374

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د «افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» د غونډې په پای کې وویل، چې د غونډې ټولو ګډوالو په اتفاق سره په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه وبلل.
تېر ماښام ناوخته په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یادې غونډې په پای کې وویل د غونډې ټول کډوال په دې سلا شول چې له هېڅ ډول اخلال او بې امنیتۍ سره باید په سیمه کې همکاري و نه شي.
نوموړي وویل چې په افغانستان کې شته فرصتونو ته په کتو د سیمې په دې نظر دي چې له اسلامي امارت سره تعامل ولري او خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.
د هغه په خبره، په دې غونډه کې پر دې هم خبرې وشوې چې د دوحې په را روانه ناسته کې باید د افغانستان حکومت غوښتنې او دریځ په پام کې ونیول شي.
د مقتي د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمستان، قزاقستان، قرغزستان، هندوستان اواندونیزیا استازو او سفیرانو ګډون کړي وو.