اسرائیلي ځواکونو نن سهار د بیت المقدس په مسجد اقصی جومات کې ۴۰۰ فلسطیني لمونځ کوونکي نیولي دي.
د فلسطیني رسنیو د راپورنو له مخې، د فلسطیني لمونځ کوونکو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شوی ې په پایله کې لسګونه فلسطینیان ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې حماس ډلې د اسرایئلو یاد اقدام غندلی او له فلسطین څخه یې غوښتي چې له مسجد اقص څخه دفاع وکړي.
په ورته مهال بیا له غزې تړانګې څو راکټونه هم د اسرایئلو لور ته توغول شوي، چې په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو د حماس ډلې پر څو مرکزونو هوايي بریدونه هم کړي، خو د زیانونو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.