افغانستان بانک: د هېواد بانکي نظام به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي

افغانستان بانک: د هېواد بانکي نظام به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي


  • 3 کاله دمخه (07/12/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1210

د افغانستان بانک وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې دویمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده چې د بانک د اصولي لارو د اسانه کولو او دغه راز د هېوادوالو د بې وزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لامل کېږي.

یاد بانک ویلي چې په دې مرستې سره به بانکي نظام وضعیت ښه او اسعاري اړتیاوې به هم ژر تر ژره حل شي. 

یاد بانک دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د راپورونو له مخې، نن په کابل کې د یو ډالر بیه سلو افغانیو ته رسېدلې ده.