د خېټې درد

د خېټې درد


  • 1 اونۍ دمخه (23/05/2025)
  • سباوون مومند
  • 73

په اعلان کې د راشد خان د خیټې تمثیلي درد موضوع واقعا چې په حقیقي نړۍ کې ډېر ژر ډېرو خلکو ته ورسېده، چې له دې سره افغان بیسیم شرکت هم خپل پلان کې بریالی شو.

خو رابه شم خپل نظر او د سترګو لیدلي حال ته! 

څه موده مخکې د یاد شرکت یو تن مسول لخوا ماته بلنه راکړل شوه، چې ستاسو خپل مسلک کې د اعلان یوه برخه کې مو ځای درکړی که راشې. 

کله چې ورغلم. 

لومړی یې راسره له پیل تر پایه سکریپټ شریک کړ، هغه وخت ما د راشد خان رول او همدا د خیټې درد تمثیل هم په کې ولید، ورته مې وویل ایا راشد خان دا قبوله کړه؟ 

هغوی ویل، هو. 

خو ما زړه کې همغه وخت وویل، زموږ ټولنې ته په کتو که ماته داسې تمثیل راکړل شوی و، نو نه مې منه، خو راشد خان په نړۍ کې ډېر ګرځیدلی او همدارنګه کورنی او بهرنی مدیریتي ټيم هم لري، چې دا موضوع ورسره له وړاندې شریکیږي، نو هغوی له موږ ښه قضاوت کولای شي.

خو حقیقت څه دی؟ 

حقیقت همدا دی چې هر انسان د نورو ناروغیو، لکه سر درد، سینې درد، ستوني درد او داسې نورو نارغیو ترڅنګ حتمن له خیټې درد او ستونزې سره مخ کیږي، دا طبیعي او عامه خبره ده، د خیټې درد مالدار او غریب ته نه ګوري، پېژندل شوی او نا پیژندل شوی کس نه پیژني خو پرې راځي، چې کله راغی، ډاکټر ته به هم ځي او د مشکل یادونه به کوي. 

دا یعنې بیخي د شرم خبره نه ده

خو له بده مرغه چې زموږ ټولنه کې ورته د شرم په سترګه لیدل کیږي او دا موضوع ډېره قیده نیسو.

خبر شوی یم چې حتا ځیني خلکو د شرم له وجې چې په خیټې درد راغلی و او یا اپنډیکس شوي وو، ډاکټر ته د نه تللو له وجې ژوند بایللی دی. 

 

که د نړۍ لوبغاړو او داسې اعلاناتو ته وګورو، نو مقابل کې یې دا ډېره عادي موضوع او د اعلان بڼه ده. 

په درنښت

دغه زما نظر وو، د نورو ملګرو نظرونو ته په احترام، هر څوک خپل فکر او ذهنیت لري.