- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سمیع الله ارین
- 1349
هغه طالبان چې له نن څخه کابو شل کاله مخکې په افغانستان کې د تنظیمي ګډوډیو پرضد راپاڅېدل تر ډېره خلکو ته د منلو وړ وو.
دغه ډله که د هر چا له خوا د هر هدف لپاره رامنځ ته شوه، په دې اړخ یې خبرې نه کوو، خو په لومړیو کې دې ډلې په افغانستان کې د ټوپکسالارۍ او پاټکسالارۍ پرضد شعارونه رامخ ته کړل او دا هغه شعارونه وو چې د ټول افغان ولس د تایید او ملاتړ وړ وو.
واک ته تر رسېدو مخکې د دغې ډلې په خبرو خلکو باور درلود. ځکه تر ډېره د دغې ډلې خبرې او عمل سره نږدې وو. په کومو سیمو کې چې طالبان واکمن وو هلته د هغو سیمو په نسبت چې د جهادي تنظیمونو تر واک لاندې وې، له خلکو سره ظلم نه کېده. لکه د دغې ډلې د واک په دوران کې خلک حق و ناحق نه ځورول کېدل.
ځوانو طالبانو به چې څه ویل هغه به یې کول د حرف او عمل ترمنځ یې واټن لږ و. ځکه خو یې خلکو په خبرو باور کاوه او په ډېرو سیمو کې یې د هغوی ملاتړ هم کاوه.
خو کله چې دغه ډله واک ته ورسېده او د افغانستان نږدې پنځه نوي فیصده خاوره یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته بیا یې نو خپلو تېرو وعدو او خبرو ته شا کړه.
نه یې واک په کارپوه کسانو ته وسپاره. لکه څنګه چې ژمنه یې کړې وه چې پخوانی پاچا به هېواد ته رابولي او په دې توګه به د افغانستان کړکېچ پای ته رسوي، و یې نه کړل. دغه راز ژمنه یې کړې وه چې خلکو ته به د ښوونې او روزنې، روغتیا، اقتصاد او د ژوند د نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې جدي ګامونه اخلي چې یو یې هم و نه کړل. ځکه خو خلکو ترې مخ واړاوه.
طالبان دويم ځل له نورو نویو شعارونو سره را څرګند شول.
دا ځل یې تر ټولو مهم شعار له بهرنیو ځواکونو سره جهاد و. په دې توګه یې یو شمېر هغه کسان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا او د افغان تنظیمي حکومت د مفسدو چارواکو له خوا پرې ظلمونه شوي وو، د ځان ملګري کړل.
سره له دې چې دوی له امریکایانو او نورو بهرنیانو سره د جهاد خبرې کولې، خو په عمل کې له همدغو بهرنیانو سره د دوی پټې اړیکې موجودې وې.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بهرنیانو طالبانو ته وسلې ووېشلې. په ځینو ځایونو کې چې طالبانو ته د امریکایانو له خوا له وسلو، پیسو او مهماتو ډکې الوتکې افشا شوې، امریکایانو هغه د خپلو ځواکونو یوه غلطي وبلله.
دا ډول پېښې په زابل، کونړ، بغلان او هلمند ولایتونو کې د ټولو افغانانو په یاد دي چې امريکايانو له مهماتو ډک هیلیکوپټرونه د طالبانو په سیمو کې تش کړل.
آیا ممکنه ده بهرني ځواکونه له خپلې نوې ټیکنالوژي سره چې په واک کې یې لري، څو ځله داسې غلطي وکړي چې د خپلو ځواکونو پر ځای په اصطلاح د خپلو دښمنانو په مرکزونو کې الوتکې کښېنوي، هلته یې تشې کړي او بیا روغ رمټ خپلو اډو ته ستانه شي.
همداسې په هلمند ولایت کې هغه دوه تنه انګرېزان هم د افغان دولت له خوا اخراج شول چې طالبانو ته یې معاشونه او وسلې ورکولې او د یوه رپوټ له مخې یې د څلور زره طالبانو د روزنې دنده په غاړه لرله.
له دې او یو شمېر نورو اقداماتو سره جوخت هماغه وخت د امریکا د جمهور ريیس مرستیال دا هم وویل چې طالبان د دوی دښمنان نه دي او د هغوی پر ضد نه جنګېږي.
دغه ټول شکونه هغه وخت په یقین بدل شول چې د امریکا له خوا طالبانو ته به قطر کې دفتر پرانیستل شو.
د دغه دفتر ټول مصارف د امریکا متحدو ایالات حکومت ورکوي. دغه راز د هغو ټولو طالب مشرانو د سفر او نور لګښتونه هم د امریکا حکومت ورکوي چې له نورو هېوادونو څخه قطر او نورو هېوادونو ته سفرونه کوي.
وګورئ امریکا او طالبان دومره سره نږدې دي چې د طالبانو ټول خرڅ خوراک د امریکا په غاړه دی. امریکا اوس له طالبانو سره یوه خوله ده، خو له افغان دولت سره یې دا دی مخالفتونه وینو.
طالبان په افغانستان کې هغه خلک حلالوي چې که په غلطۍ سره هم د امریکایانو د کومې اډې تر څنګ تېر شي، خو خپله دا دی د امریکا په یوه ستره اډه کې د امریکا په لګښتونو ژوند تېروي.
طالبانو په قطر کې د پګواش موسسې له خوا په رابلل شوې غونډه کې ځانونه په اصطلاح سپین چرګان وبلل او د سولې په برخه کې د ځینو شرطونو باوجود چمتووالی وښود، تر څنګ یې ټینګه ژمنه وکړه چې دوی به نور په عامه تاسیساتو او ټولګټو پروژو بریدونه نه کوي، خو ډېر ژر مو ولیدل چې کابل او نورو ښارونو ته د ازبکستان د برېښنا د لېږد پایې ونړولې او خلک یې په یخ ژمي کې په تیارو کې کښېنول.
د سولې په اړه یې خبرې وکړې، خو دلته په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه وکړل او بې دفاع خلک یې ووژل.
اوس د طالبانو د خبرو او عمل ترمنځ واټن ډېر زیات شوی دی ځکه خو خلکو هم مخ ترې اړولی دی، د هغوی پر خبرو باور نه کوي.
اوس چې له مخالفینو سره د افغان دولت له خوا د سولې د لارې د نقشې ټاکلو او د مخامخ خبرو لپاره هڅې روانې دي، د هر افغان هیله دا ده چې طالبان او نور وسلهوال مخالفین نور په خپلو خبرو عمل وکړي، په عمل کې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره مرسته وکړي.
سرخط ورځپاڼه