د لرغونیو ادیانو مسخ و نسخ

د لرغونیو ادیانو مسخ و نسخ


  • 1 کال دمخه (31/03/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 587

لرغونی بشر له بشپړ اساطیري دوران څخه  فیلوسوفیک دوران ته د راهسکېدو په بهیر کې له دیني منظومو سره مخامخېده. 

دینونو د اخلاقي ماهیت ترڅنګ فیلوسوفیک ماهیت هم درلود. 

دین د بشریت د خورا لرغونيو پوښتنو : 

څه (څوک) یو؟ 

له کومه یو؟ 

ولې یو؟ 

او 

څه به شو؟ 

ته د ځواب موندلو یو ادرس و. 

 پورته پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه:

۱- د دایالېکتیکي (جدلي) بحثونو او تفکر،

۲- اشراق

۳-  د طبیعت په اړه د کتنو او تجربو 

او د هستۍ له  پېژاند سره موازي  پر مخ تلله. 

جدلي تفکر فیلوسوفي، اشراقي الهامونو دین و عرفان او طبیعي تجربو پوهنې رامنځ ته کولې. 

دینو پورته پوښتنو ته لنډ، مخامخ او غوڅ ځواب وایه: 

یو ستر هستوونکی شته، [په اساطیري دوران کې هستوونکي ګڼ ول] هرڅه یې هست کړي دي. نو انسان ته بویه، چې خپل هستوونکی وپېژني، ویې پرښتي (عبادت یې وکړي) او په ژوند چارو کې یې احکام ومني. 

انسانانو چې خپلو مهمو پوښتنو ته لنډ او غوڅ ځواب لیده، ادیانو ته ورګروهېدل او له خپل هستوونکي سره یې روحاني اړیکه جوړوله. 

په تاریخ کې هر دین هغه وخت له مسخ (ماهیوي بدلون) او بیا نسخ (له منځه تلل) سره مخامخېده، چې ځینو چالاکو بنیادمانو په یاده روحاني اړیکه کې مداخله راپیلوله.

 تقریباً په ټولو منسوخو ادیانو کې همداسې پېښه شوې، چې ځینو کسانو ځانونه د دین استازي ګڼلي او د خلکو او هستوونکي تر منځ مخامخ اړیکي یې په ځان پورې تړلي دي. 

«دوی دین په خپله ګټه تفسیر کړی دی!»

 دوی د واک، پانګې، ښه ژوند ورخپلولو او د بادارۍ غریزې له مخې خدای پرښتنه (عبادت)  له خلکو هېره کړې او د خپلو ځانونو پرښتنه یې پر خلکو تپلې ده. 

د نیچه د فکر له مخې دوی ځانونه باداران کړي او خلک یې خپلې غلامۍ ته رابللي. د دوی چالاکي په دې کې وه، چې خلکو ته یې ویلي: 

موږ د خدای په استازولۍ ستاسو باداران یو او تاسو باید زموږ د غلامۍ له لارې د خدای بندګي وکړئ! 

په تاریخ کې د پخوانیو ادیانو مسخ له همدې ځایه پیلیږي، چې پر دیني عقیده سیاست کول پیل شي او یوه نوې طبقه وغواړي دین داسې یرغمل کړي، چې په مټ یې خلک خپل غلامان کړي. د خدای بندګي د خدای او بنده تر منځ د بلې (واسطې) په غلامۍ پورې وتړل شي. 

بت پرستي هغه وخت پیلیږي، چې راهبان له ځانونو بتان جوړ کړي، ژوندي بتان هغه دي، چې د واک و ځواک لپاره خلک خپلې پرښتنې ته اړ کوي او هره راهب‌پرښتنه دین اول مسخ او بیا یې نسخ کوي. 

پرښتنه (عبادت) یوازې چاته سجده کول نه دي، هغوی چې د دین په نامه سیاسي واک او ټول مادي امتیازات ورخپلوي او د انسانانو وینې زبیښي،  د خپلې واکمنۍ لپاره له دین پرته بله توجیه نه لري، په حقیقت کې ژوندي بُتان دي، چې خلک خپلې پرښتنې ته مجبوروي.