پاکستان کې د نامنۍ ویره؛ حکومت د واڼه بازار بند کړی

پاکستان کې د نامنۍ ویره؛ حکومت د واڼه بازار بند کړی


  • 3 کاله دمخه (17/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1252

وروسته له هغې، چې په سرحدي سیمو کې د پاکستان پوځ پر وړاندې بریدونه ډېر شو، اوس د پاکستان حکومت د جنوبي وزیرستان واڼه بازار بند کړی دی.

د پاکستان پولیس وايي، چې موخه یې د هغو وسله والو پیداکول دي، چې په تېرو څو ورځو کې یې ددوی سرتیري په نښه کړي.

بل طرف بیا د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني حکومت له لوري د بازار بندول نه یواځې دا چې ستونزې نه شي حل کولای؛ بلکې د خلکو ژوند یې هم ستونزمن کړی دی.

دوی د پاکستان  پر حکومت نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې یاد حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې راغلي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوځ خلاف د بېلابېلو ډلو له لوري جګړه زیاته شوې، چې دې چارې د پاکستان حکومت هم سخت وارخطا کړی دی.

باید یاده شي، چې روانه اوونۍ په جنوبي وزیرستان سیمه کې شاوخوا لس پاکستاني سرتيري وژل شوي، چې تحریک طالبان ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.‎