نیوزیلینډ په ټیسټ لوبه کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

نیوزیلینډ په ټیسټ لوبه کې انګلینډ ته ماتې ورکړه


  • 3 کاله دمخه (14/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1247

د نیوزیلینډ او انګلستان تر منځ په دوهمه ټیسټ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د انګلینډ لوبډلې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۳ منډې جوړې کړې. د انګلینډ لپاره روري برنس او ډان لورینس ۸۱/ ۸۱ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره بیا په لومړۍ پاڼې توپ اچونه کې ټرینټ بولټ ۴ تر نورو زیات لوبغاړي وسوځول.

نیوزیلینډ لوبډلې بیا په خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۳۸۸ منډې جوړې کړې، چې ۸۵ منډې یې له انګلینډ لوبډلې څخه زیاتې وې. د نیوزیلنیډ لپاره ویل یانګ ۸۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. د انګلستان لپاره سټورټ براډ ۴ لوبغاړي وسوځول. انګلستان په دوهمه پاڼۍ کې ۱۲۲ منډې جوړې کړې او خپل ټول لوبغاړي یې د لاسه ورکړل، چې په دې سره ۳۷ منډې د نیوزیلینډ لپاره هدف شو. نیوزیلینډ یاد هدف په اسانۍ سره د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او په دوهمه ټیسټ لوبه کې یې انګلینډ ته ماتې ورکړه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مت هینري ته ورکول شوه چې په دواړو پاڼیو کې یې شپږ لوبغاړي سوځولي ول.

یاده سیالي د جون په ۱۰ شروع شوې وه، چې پرون پای ته ورسیده.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ سیالۍ په مساوي ډول پای ته رسیدلې وه.