غني دي استعفا وکړي، دا نن اوربند کوو

غني دي استعفا وکړي، دا نن اوربند کوو


  • 3 کاله دمخه (30/01/2021)
  • احمدشاه ساحل
  • 1261

عباس ستانګزی

دا سول د طالب هغه ټاپ منطق. ما او تا ځکه وژني، چي غني پر واک دی. پلونه او پلچکونه ځکه الوزوي، چي غني پر واک دی. لاري، ګودري او عامه تاسيسات ځکه ورانوي، چي غني پر واک دی. د دهراود دارالمعلمين، د #لښکرګاه سبسټېشن او د بولان ټاورنو ځکه چوره وي، چي غني پر واک دی. هره ورځ پر لس لس دنګو ځوانانو ځکه خويندي، ميندي او ناوياني ژړوي چي غني پر واک دی...

موږ پخوا ويلي وه، چي د طالب ټارګيټ له واک او ګدۍ پرته، بل هيڅ هم نه دی، جهاد مهاد هسي عوام فرېبي ده. خو زه قسم کوم، درې ځله پرلپسې. طالبه!!! د غني سره ضد او دښمني ستا نه، بلکي د پنجاب پاليسي ده، دا بيخي واضح ده، چي دا خبره دي له اسلام اباده وړې ده. خو يو څه ته هم واوره، که ته دا فکر کوې چي غني به ليري سي ارګ، ګلخانه او وطن به تاته درپاته سي، حکومت به کوې، واک او نظام به لرې؛ تېروتنه کوې، بیخي ستره تېروتنه. پنجابي جرنېلانو او کرنېلانو چي ته زېږولې، ستا اوجودي فلسفه يې د نظام، حکومت او واک چلولو لپاره نده جوړه کړې. ته اداره نسي چلولی، ځان نسي منظمولی، ته سکون او ارام نه يې، ستا فلسفه پر (مزاحمت کولو) بنا ده، يوازي پر خنډنونو او ګډوډيو جوړولو راڅرخي، ته بايد همېش منډي ترړي ووهې، بايد تل ياغي او باغي اوسې. همدا پنجاب دي نظام چلولو ته نه پريږدي، هغه بې عقل ندی چي ستا څخه پلار او ملا جوړ کړي، ته يې يوازي ددې لپاره چي د دوی په لاره کي رامنځته سوي خنډ ته، ”خنډ سې“ او مزاحمت ورته وکړې، جوړ کړی يې. نن ولسمشر غني د پنجاب په لاره کي خنډ دی، ځکه دي ورسره جنګوي، تر دې ور اخوا دي ولاکه يوه ساه ارامۍ ته پريږدي. دا زما خبره نده، ستا #تجريبه وايي. خو درته ثابته سوې به وي، کرنل امام په سپينه ږيره تر هرات درسره لاړئ، جنرال احسان او نصرالله بابر څومره ځانونه درسره ستړي کړل، خو چي د دوی لمخه مو خنډ ليري کړ، د دوی ګټه خوندي سول، بيرته يې د يوه يوه لاسونه در وتړل، لومړی وار يې پر سلام ضعيف وکړ ان پرتوګ او کميس يې ځيني ويستل، عبيدالله يې په وهلو در ووژی، ملا ګل اغا يې پر کوم حال کړ، د ټرمپ سيال ملا برادر يې کوم حالت ته ورسوئ، دغسي ملا عمر، ملا منصور او نور...

نو دا ځل هم يوازي هماغه ډول استفاده درڅخه کوي، هڅه کوي، چي غني درباندي ليري کړي، افغان وطن درباندي وران او افغان انسان درباندي مهاجر کړي، بيا د څو ورځو لپاره ددې لويې هديرې پاچاهي درکړي او وروسته مو پر يو ښه سوداګر وپلوري.

خو پنجاب دي خبردار وي، دا ځل به يې دا ارمان پوره نه سي.

ولسمشر د پنجاب پر وړاندي غښتلی اوپېاوړی کړئ!

احمدشاه ساحل(غير ډيورنډ)