د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل لپاره د فرانسې سفیر دیوید ماتینون سره لیدلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل لپاره د فرانسې سفیر دیوید ماتینون سره لیدلي دي.


  • 3 کاله دمخه (03/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1133

د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله د فرانسې سفیر دیوید مارتینون سره لیدلي دي.

 

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې، په کابل کې د فرانسې هېواد له سفیر دیوید ماتینون سره لیدلي دي.

 

د ملي مصالحې عالي شورا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دې لیدنې په پیل ډاکټر عبدالله عبدالله د پاریس ښاروالۍ له لوري د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود په نوم د یوې ساحې د نومولو له امله ستاینه کړې ده.

 

سرچینه وایي، چې په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرو اترو په تړاو په کابل کې د فرانسې هېواد له سفیر دیوید ماتینون سره بشپړ مالومات شریک کړل.

 

همدارنګه سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د وروستیو هدفي وژنو او تاوتریخوالي پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنه کړې ده.

 

د سرچینې په خبره، چې په همدغه حال کې د فرانسې  سفیر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، هېواد یې په افغانستان کې د تلپلتې او باعزته سولې پلوی دی.