بهرنیو چارو سرپرست وزیر: د ټاپي پروژو عملي چارو پیلیدو ته خوښ یوو

بهرنیو چارو سرپرست وزیر: د ټاپي پروژو عملي چارو پیلیدو ته خوښ یوو


  • 9 مياشتي دمخه (29/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 311

 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټاپي پروژو چارو عملي پیل ته ژمن دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
امیر  خان متقي ویلي، خوښ دي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې چټکې شوې دي.

هغه هیله څرګنده کړې چې هرات ولایت پورې د یادې نل لیکې لومړی فاز ژر بشپړ شي.

په همدې حال کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي، د ټاپي پروژه د دوی لپاره ځانګړی ارزښت لري او هڅه کوي چې چارې یې بشپړې کړې.

امیرخان متقي څو ورځې وړاندې ترکمنستان ته په یو رسمي سفر تللی، چې د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره یې لیدلي دي.