د بحران نړيواله ډله: که محدوديتونه لېرې نه شي؛ يو ميليون افغانان به له لوږې مړه شي

د بحران نړيواله ډله: که محدوديتونه لېرې نه شي؛ يو ميليون افغانان به له لوږې مړه شي


  • 3 کاله دمخه (09/12/2021)
  • عبیدالله همرنګ
  • 1131

د بحران نړيواله ډله وايي، که پر افغانستان لګېدلي محدوديتونه لېرې او لاسنيوى يې ونشي نو شونې ده چې سږ ژمى يو ميليون وګړي له لوږې او یخنۍ مړه شي.

دغې څېړنيزې ادارې پر نړيوالو غږ کړى، چې افغانستان کې د پراخې لوږې د مخنيوي لپاره دې پر دغه هېواد لګېدلي محدوديتونه لېرې کړي.

د بحران نړیوال ګروپ زیاته کړې، که افغانستان کې وضعيت همداسې روان وي، نو شونې ده هومره وګړي خپل ژوند وبايلي څومره چې په تیرې ۲۰ کلنې جګړې کې د بمونو او بمباریو له امله وژل شوي دي.

دغه ډله پر امریکا، اروپا او نورو نړیوالو غږ کوي، چې په رسمیت د طالبانو له پېژندلو پرته له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.