په سمنګان ولایت کې د اوبو لګولو درې کانالونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په سمنګان ولایت کې د اوبو لګولو درې کانالونو ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1386

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې چارواکي وایي، چې د یادې ادارې لخوا او د USAID په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د ځمکې خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د اوبو لګولو ۳ کانالونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.

سرچینه زیاتوي، چې د زوړ ایبک، کاریز او چوغي کانالونه چې ۲۷.۷۸ کیلومټره اوږدوالی لري ۳۴۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۳۲۷۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کوي.

یاد کانالونه په داسې مهال جوړیږي، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د اوبو د مدیریت لپاره هڅې چټکې کړې دي.