طالب او برېتانوي چارواکو په قطر کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي، چې د دې دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د برېتانیا د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سایمن ګاس سره په دوحه کې تېره ورځ لیدلي او د افغانستان په اړه یې په یو شمېر مهمو مسائلو خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، چې په دې لیدنه کې پر بشري مرستو، پر امینتي او سیاسي مسائلو او پر نورو دوه اړخیزو اړیکو خبرې هم شوې دي.
برېتانوي لوري له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی او ویلي یې دي، چې هېواد یې له طالبانو سره په راتلونکي کې هم مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو لا هم خپل نوی حکومت نهدی اعلان کړی؛ خو ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به خپل نوی حکومت او کابینه اعلان کړي، چې به ورسره هر څه بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.