د پکتیا د مېرزکې ولسوالۍ په انډوام سیمه کې د تندر پرېوتو له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د پکتیا ولایتي چارواکو ویلي، چې وړمه شپه د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو تندر لوېدلی.
په دغه پېښه کې ۹ تنه ټپیان شوي، چې د یوه تن حالت نازک ښودل شوی او د درمنلې په موخه کابل ته لېږدول شوي دی.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په ورته پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.