د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري ویلي چې دمګړۍ د کانونو په سکټور کې ۴۰زره کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه پر کار بوخت دي.
نوموړي دا خبرې د کار ملي کنفرانس کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې هڅه کوي تر څو د داخلي او خارجي پانګوالو لپاره لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي بدري همدارنګه ویلي چې کوښښ کوي تر څو په دغه برخه کې د کار لا نور فرصتونو هم رامنځته کړي.