خان‌جان الکوزی؛ پاکستان د افغانستان په میوو او سبزي جاتو ۱۵ چنده تعرفې لوړې کړې دي

خان‌جان الکوزی؛ پاکستان د افغانستان په میوو او سبزي جاتو ۱۵ چنده تعرفې لوړې کړې دي


  • 4 مياشتي دمخه (18/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 115

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت لخوا د لوړو تغرفو له کبله اړه شوي چې دغه هېواد ته د تازه میوو او سبزیجاتو صادارت ودروي.

ددغه خونې مدیره پلاوی خان‌جان الکوزی وایي، په‌دې وروستیو کې د پاکستان له‌خوا پر دولس قلمه مېوو او سبزیجاتو د پاکستان تعرفې ان ترپنځلس چنده لوړې شوې دي.

نوموړی همداراز زیاتوي، د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي په اړه یې خپلې اندېښنې له پاکستان لوري سره هم شریکې کړي، خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ.

 

دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان د اوړي په موسم کې چې په افغانستان کې د مېوو د حاصلاتو موسم دی، د سبزیجاتو ترڅنګ د تازه مېوو د صادراتو په وړاندې سخت اقدامات کوي، بلکې له‌دې مخکې یې هم په کراتوکراتو د مختلفو دلایلو له امله هغه هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو مخه نیولې چې افغان بزګرو او سوداګرو ته‌یې ډېر زیانونه اړولي دي.