سرپرست حکومت ترکیه کې نننی ځانمرګی برید په کلکه غندلی

سرپرست حکومت ترکیه کې نننی ځانمرګی برید په کلکه غندلی


  • 1 کال دمخه (01/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 566

د افغانستان سرپرست حکومت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د نن ورځې ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه وزارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د پولیسو په مرکز هغه برید، چې له امله یې یو شمېر ترکي پولیس ټپیان شوي، په کلکه غندي.  

یاد وزارت د ترکیې حکومت او خلکو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.   

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا یو ترهګریز برید بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې ترکیه به د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

نن سهار دوو بریدګرو د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه برید وکړ، چې یو یې ځان ته چاودنه ورکړه او دویم یې ووژل شو.