د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې ومنله، او له حکومت یې غوښتي چې جوبایډن سره د واک لېږد لپاره د تیاریو په برخه کې همکاري وکړي.
ټرمپ وايي: نور نه غواړي چې د ملي خدماتو اداره تر فشار لاندې راولي او په وینا یې له یادې ادارې یې غوښتي چې د واک لېږد په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
بل خوا، د امریکا خدمتونو ادارې د ټرمپ سره په توافق جوبایډن ته لیک استولی چې د واک پروسې ترلاسه کولو لپاره دې تیاری ونیسي.
تر دې وړاندې ټرمپ له جوبایډن سره د واک په لېږد کې همکاري نه کوله او هم یې د هغې بوديجې د ورکړې امر نه کاوه چې د واک لېږد لپاره یې منتخب ولسمشر ترلاسه کړي.
***