د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د دې وزارت محتسبینو په تېره یوه میاشت کې د لسو جبري ودونو او په بدو کې ورکړې د پنځو نجونو له ورکړې مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې میاشت کې محتسبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۵ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ظلم څخه ژغورلې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دې موده کې، ۲۱ د دښمنۍ او ۵۱ د کوچنیو او لویو شخړو قضیې هم د محتسبانو له خوا حل شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې تېره میاشت، له بېلابېلو ولایتونو څخه ۳۹ کوډګر هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستۍ قضیه کې، په پکتیا ولایت کې یوه ښځه د خپل خسر په کور کې د څلورو کلونو له رواني او فزیکي ځورونې څخه ژغورل شوې ده.