سرپرست حکومت د بشري حقونو کمیسیون او ځینو نورو بنسټونو اداري تشکیلات لغوه کړل

سرپرست حکومت د بشري حقونو کمیسیون او ځینو نورو بنسټونو اداري تشکیلات لغوه کړل


  • 2 کاله دمخه (17/05/2022)
  • سمسور
  • 696

سمسور (۲۷غوایی۱۴۰۱) سرپرست حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په ګډون د تېر حکومت د ځینو مهمو بنسټونو اداري تشکیلات ختم کړي دي. 

په دې اړه خپاره شوي مکتوب کې د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون، د مشرانو جرګې دارالانشا، د ولسي جرګې دارالانشا او ملي امنیت شورا لغوه اعلان شوي دي. 

په دغه مکتوب کې همدارنګه ویل شوي چې: "د امیرالمومنین د شفاهي امر پر بنسټ یاد بنسټونه د ۱۴۰۱ کال له وري میاشتې لغوه دي". 

بل خوا؛ د سرپرست حکومت ویاندویانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.