نکل کا چې وړې بچۍ له بابا غوښتل د ژونده یوه مهمه تجربه ترې واوري. بابا یې وویل لاړه شه د کلي هره کوڅه، لاره او ګودر کې خلکو ته ووایه زموږ کور کې خزانه موندل شوې، پیسې او ډېره ګاڼه ورسره ده چې ارزښت یې میلیونونو ته رسیږي.
نجلۍ په یوه پښه ټول کلی لټ پر لټ کړ او په هر ځوان او بوډا یې زیری وکړ.
ورځ تېره شوه، ورپسې شپه واوښته هیڅوک رانغله. سهار چې لمر څېره وهله نو بابا یې بیا لمسۍ ته غږ کړ.
بچۍ! ورشه یوازې دې لنډو کوڅو کې خلکو ته ووایه د شپې غله راغله زموږ کور کې پرته خزانه یې لوټ کړه او ټوله شتمني یې یوړه.
نجلۍ لا کور ته رسېدلې نه وه چې ټول کلی د دوی د وره مخې ته ولاړ و، چا ویش ویش او د مکر فریاد کاوه چا پېغور ورکاوه چې خزانه ساتل د هر چا د وس کار نه دی، څه تش نندارې ته ولاړ وو.
بابا بچۍ ته وویل، د ژوند یوه مهمه تجربه دا ده چې خلک ستا د بریالیتوب او خوشالۍ لپاره نه را ټولیږي خو د درد پر وخت درته راځي چې زموږ بده ورځ وګوري او خوند ترې واخلي او یو شمیر د پیغور یا ملنډو لپاره ولاړ وي.
نو! خپلې لاس ته راوړنې مه ډاګیزوه، هر څه له ځان سره ولمانځه او په درد دې هم څوک مه خبروه يوازې یې وګاله، یوازې درد ژر کابو کېږي.
#نکل