یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو له عبدالله عبدالله سره کتلي

یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو له عبدالله عبدالله سره کتلي


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1089

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل.

 

په غونډه کې مارشال عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد یونس قانوني، سید منصور نادري، محمد محقق فضل هادي مسلمیار او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډون درلود؛ خو د ملي پخلاینې عالي شورا تر اوسه د یادې غونډې د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

 

باید یاده شې، چې تر دې وړاندې مارشال عبدالرشید دوستم په یوې، غونډه کې ویلي وو، چې باید سیاسي مشران د یو بل ترڅنګ ودرېږي او په دې سختو حالاتو کې د وطن دفاع وکړي.