د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له مشرې رافیلایودیچه سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغې ټولنې د دوامداره مرستو غوښتنه کړې.
له کورنیو چارو وزارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني ويلی چې اروپايي ټولنه دې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
هغه هیله ښوودلې چې دا ټولنه دې په افغانستان کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو له کمپیان سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولونې کمپیاین پیل شوی چې له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه روږدي کسان د درملنې په هدف روغتونونو ته وړل شوي دي.