د ولسمشر غني په اړه قضاوت

د ولسمشر غني په اړه قضاوت


  • 2 کاله دمخه (28/12/2021)
  • ګلالی رووفي
  • 1127

راځئ د ولسمشر غني په اړه هيڅ بحث نه کوو، تاسې ددې رسنۍ ټول ارزښت او بې طرفي ددې نورو دوه ولسمشرانو په اړه وګورئ او بيا قضاوت وکړئ.

بشارالاسد هغه څوک دی

چې امريکا يې په خلاف په ټول توان جګړه وکړه. مخالفين يې ورته تقويه کړل او آن تر دې چې اسرائيل يې دې ته وهڅول تر څو په سوريې بمبار او راکټي بريدونه وکړي، مګر بشارالاسد له خپل دريځه وانه وښت او خپل هيواد يې اشغال ته پرېنښود. آن تر دې چې د هيواد پوځيانو يې پرته له تنخوا عسکري وکړه او دده تر قيادت لاندې يې د خپل هيواد دفاع وکړه.

اردوغان بيا هغه څوک دی

چې د ترکيې په پوځ کې د امريکا نفوذي کسانو پر ده کوده تاه وکړه، د ترکيې عام خلک راووتل او دده په دفاع يې ټانکونو ته ځانونه واچول، خو د امريکا په لمسون لويه کودتاه يې ناکامه کړه. ورپسې په ترکيه کې چاودنې او داخلي مظاهرې پيل سوې، مګر اردوغان دا هر څه کنټرول کړل او د ازادې او خودکفاه ترکيې جوړېدل يې پيل کړل.

نو له دې مالومېږي، هغه څوک چې خپل هيواد ته ژمن او د امريکا د ګټو خلاف وي، هغه د دوی لپاره د دنيا فاسد ترين اشخاص دي.

ولسمشر غني هم، همداسې وارزوئ.