‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پاکستان ته تللی

‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پاکستان ته تللی


  • 1 کال دمخه (25/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 539

سمسور نیوز (۵سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته تللی دی. 

د پاکستان ځانګړي استازي تېره ورځ ناوخته د یوه ټویټ په خپرولو سره اسلام اباد ته د ضمیر کابلوف د سفر په اړه اعلان وکړ.

ښاغلي صادق زیاته کړې، چې له ضمیر کابلوف سره یې په لیدنه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو او د ښې راتلونکې لپاره د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ د نږدې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. 

نوموړي کابلوف یو ډېر پوه او د روښانه لید لرونکی دیپلومات یاد کړی. 

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته هم سفر کړی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدلي وو.