ملا هیبت‌الله افغان سوداګرو ته: په کور دننه پانګونې سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ

ملا هیبت‌الله افغان سوداګرو ته: په کور دننه پانګونې سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ


  • 2 کاله دمخه (21/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 599

سمسور (۳۱غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا مشر ملا هبت الله اخندزاه تېره ورځ په کندهار ولایت کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي دي. 

د باختر آژانس د راپور له‌مخې، هبت الله اخندزاده په دې لیدنه کې له افغان سوداګرو څخه غوښتي، چې د هېواد په په پرمختګ او اقتصادي ازادۍ کې اغېزمن ګامونه واخلي.

راپور کې ویل شوي، چې نوموړي افغان سوداګر د هېواد اقتصادي «ځواک» یاد کړی دی او هغوی ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي اخندزاده له افغان سوداګرو څخه غوښتي، چې په کور دننه پانګونه وکړي؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. 

د ا.ا سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې دوی افغان پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابروي او په دغه برخه کې یې بشبړه همکاري کوي.