سمسور نیوز (۸غوایي۱۴۰۲) تېره شپه د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې د پاکستان پوځ پر یوه کمپ وسلهوال برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ پېښه تائید کړې؛ خو په ورته مهال یې په نښته کې د اوو وسلهوالو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.
د راپورونو پر اساس، د «تحریک جهاد» په نوم یوې تازه جوړې شوې وسلهوالې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا پرون هم په یاده سیمه کې له وسلهوالو سره د نښتې پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.