ســـتا واده !!!
زه چوپ وم ، غږ مې له خولې نه وته . په مات زړه مې د خلکو خدمت کوه، فکر مې کوه چې هېره مې کړې ، نور دې نه یادوم ، نور درته زمزمې نه کوم، د تېر په څېر درته مسکا نه کوم، بیا به دې خبرې نه اورم، ځکه چې د ژوند لاره دې را څخه جلا کړه . د ژوند څخه مې د تل لپاره لاړې ؛ حتی ستا نوم به هم له خپلې حافظې څخه و باسم . اوښکې به هم درپسې نه تویوم اونه به درپسې بې خوبې کوم . په قراره به خپل ژوند ته نوی پیل ورکړم .او تا ته به ووایم : مبارک شه واده دې، دواړه د ژوند په نوي ډګر کې په مینه ماړه او زاړه شئ. همدا فکر مې کاوه ، چې غږ شو : ناوې را وباسئ ، د سترګو په رپ کې څادرونه په موټر خواره شول؛ناوې موټر ته خـــته ، خلکو شور کاوه خــــو زه ورته ګونګ ولاړوم .یـو ملګری مې غوږ ته را نژدې شو ورو یې وویل : ډېر کلک زړه دې دی ، زه چوپ پاتې وم ژبه مې بنده وه خوله مې وچه وه؛ تش د انسان په نوم یو جسد وم ، دخلکو لـه منځه یو سړي غږ کړل: د ناوې موټردې مخکې شې . د سترګو مې اوښکې لاړي، په وچه ځمکه را پریوتم ،سرمې په یو څه ولږیده، نور په ځان هیڅ نه وم پوه شوی، یو وخت چې مې سترګې خلاصې کړې چوپتیا وه . خوا کې مې دوه سړي په چپر کټ پراته ول ورته مې وکتل؛خو د هغو ماته پام نه وه ، سر مې پورته که کوشش مې وکه چې پورته شم لاسونه مې په چپرکټ ټینګ کړل چې غږمې ترغوږو شو،
شکر خدایه چې کـفن دې وشکوه، غږ پسې مې وکتل په چپرکټ پروت بابا مسکا وکړه راته یې وویل : نوی ژوند دې مبارک شه . سر مې ورته دمننې په پار وخوراوه، بابا غږ کړل ډاکټر صیب ! ډاکټر صیب ! ډاکټر در وازه را خلاصه کړه ، ومې کتل چې ډاکټر مخکې او د کورنۍ غړي مې ورپسې ول، شور یې جوړ کړ، د کورنۍ غړو مې کلک غیږه کې ونیولم او د خوشحالۍ اوښکې یې د سترګو نه روانې وې، لږ چوپ وم ومې ویل څو شیبې کیږي چې بې هوښه یم ، ورورمې ځواب راکه: لس ورځې ، څه لس ورځې ؟ نور غلی شوم غږ مې ونه که ، له ځان سره مې وویل:
درپسې مړ نه شوم،
خو د تــګ وروســته به دې د مړو په څېر ژوند کوم .
پای.