پاکستان اووه جهادي تنظیمونه وروزل، د افغانستان نظامونه یې پرې وننګول او بالاخره یې راپرځول، امریکا یې پرې ولوشله، خپل ځان یې پرې اټومي قوت کړ، د افغانستان نظامي تجهیزات یې د پنجابي پوځ د سمبالولو لپاره پرې قاچاق کړل، په اخره کې یې خپل ساتلي پېریان ازاد پریښودل چې هره بربادي کوي ویې کړي.
نړۍ ته یې وویل چې نور په جهادي تنظیمونو زموږ ولکه او نفوذ له لاسه وتلی، د پاکستاني جاسوسي چارواکو خبره ده چې کله موږ مجاهدین پریښودل بیا مو د راتلونکو پالیسیو د پلي کولو لپاره تالیبان پیدا کړل او پانګونه مو پرې وکړه......دا کار یې شعوري او پلاني وکړ او په دې کار سره افغانستان داسې د تباهۍ کندې ته ولاړ چې نن هم ځای ته نه راځي.
همغه پاکستان اوس هم د افغانستان د معضلې په ۹۰ یمه دقیقه کې وایي، چې پر تالیبانو زموږ نفوذ ختم شوی دی.
ماته له دې خبرو بد بوی راځي، موږ به مړه یوو یا ژوندي خو پاکستان افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې تمام اسباب برابر کړي دي.
دا څنګه ختم شوی نفوذ دی چې پخواني ځینې تنظیمي مشران اوس هم پاکستان خپله مور او قبله ګڼي او تالیب مشران کویټه کې د خپلو میرمنو د لیدو لپاره لومړی اسلام اباد ته سلامي او اجازې اخیستلو لپاره ځي؟؟