مجاهد: وزیرستاني کډوال نورو سیمو ته لېږو

مجاهد: وزیرستاني کډوال نورو سیمو ته لېږو


  • 2 مياشتي دمخه (05/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 233

د ا.ا  ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې  پر فرضي کرښه پراته وزیرستاني کډوال د هېواد لرې پرتو سیمو ته لېږي.

نوموړي ویلي، پاکستان کې وروستیو امنیتي پېښو د دغه هېواد د چارواکو اندېښنې راپورته کړې، چې ګواکې د افغانستان لوري ته پراته وزیرستاني کډوال په دې پېښو کې لاس لري.

د هغه په خبره، ا.ا نه غواړي چې د یادو کډوالو په لېږلو سره دا ډاډ ورکړي چې د دوی کډوال په پردیو جنګونو کې لاس نه لري.
زموږ هڅه دا ده چې دا کډوال یو خوندي ځای ته ولېږو، تر څو دا ډاډ تر لاسه شي، چې دوی په جګړو کې لاس نه لري.»

بل لورته وزیرستاني کډوال وايي، دوی وايي، افغانستان یې خپل کور دی، خو اوس په د اوسېدو ځای نه لری.

د کډوالو په خبره، په ډېره سخته یې کورونه جوړ کړي، خو اوس چې ترې وېستل کېږي، نو نه پوهیږي چې بل ځای کې به کورونه ورکړل شي که نه.

دوی وايي، نه پوهيږي چې کومو سیمو ته به ولېږل شي، خو په خبره، ښايي په بل هر ځای کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
قومي مشر ظفرخان وايي:« موږ دلته په دېره سخته کورونه جوړ کړي، د دې هر یو اقتصادي وضعیت خراب دی، که بل ځای ته ولېږل شو، نو موږ به له سختو ستونزو سره مخ شو، دلته ټول غریب خلک دي، دوی د چا په جګړو کې لاس نه لري.»

 

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې له ا.ا یې غوښتي ترڅو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته کډوال لرې پرتو سیمو ته ولېږي.