پر سوریې د روسیې هوایي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي

پر سوریې د روسیې هوایي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (26/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 485

پر سوریې د روسي پوځیانو هوایي برید په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او شااخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه تېره ورځ د ادلیب ښار د جسر الشعور سیمه کې شوي دي.   

د سوریې د بشري حقونو د څارې ادارې دا بریدونه په روان کال کې تر ټولو خونړي بللي او د ډله‌ییزې وژنې اصطلاح یې ورته کارولې ده.  

په ورته وخت کې د سوریې دفاع وزارت بیا ویلي، چې دا بریدونه د دوی په همغږۍ د یاغیانو تر کنترول لاندې یوه سیمه کې شوي دي.