بایډن: له اسلام څخه کرکه په امریکا کې ځای نه لري

بایډن: له اسلام څخه کرکه په امریکا کې ځای نه لري


  • 10 مياشتي دمخه (11/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 238

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې له اسلام څخه کرکه په امریکا کې هیڅ ځای نه لري.

هغه ویلي، د امریکا په جوړولو کې مسلمانو کډوالو هم خپل رول لوبولی او  د اوسنۍ امریکا په جوړلو کې ټولو لوریو خپله برخه کار کړی دی.

د بایډین په خبره، حکومت یې د امریکا په تاریخ کې له اسلام څخه د ډار، د سیکانو، جنوبي آسیا د هیوادنو اتباعو، آسیایي نژادو، عربانو او امریکایي ټولنې کې د هر ډول تبعیض او تعصب سره د مبارزې لپاره ملي تګلاره جوړوي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې سږنۍ روژه د یو لوی ناورین پر مهال را رسیږي او د ډېرو مسلمانانو ذهنونو کې د فلسطینیانو کړاوونه تېريي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې په غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لپارهڅې زیاتې کړي.

بایډن یو وار بیا د روان ناورین د حل لپاره د یو خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د غزې له خلکو سره به بشري مرستې زیاتې کړي.

د یادونې ده چې پر غزې د اسرائیلو د یرغل د پیل راهیسې تر ۳۰ زرو زیات فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.